له ننګرهار ولايت نه په ده بالا ولسوالۍ کې له دښمن سره ددرنې نښتي خبر ورکړل شو.
په خبر کې راغلي نښته تېره ورځ خواوشا 1 بجه په شپوله، ګورګوري، ياغي بند او چنړه سيموکې رامنځته شوه چې سپکي او درنې وسلې پکې وکارول شوې او تر مازديګر ناوخته پوري يې وغځېده.
ددې اوږد مهالي نښتي په ترڅ کې 1 پوليس خپل ژوند له لاسه ورکړ او 5 نور مرګوني ټپيان شول.
له دې علاوه په سيمه کې ددښمن په عسکرو چاودنه هم وشوه چې درنه مرګ ژوبله يې ورته واړوله.
2013-12-06
افغانستان